پیشګام
۱۰ مارچ ۲۰۲۳



د افغانستان توتالیتر اسلامي دولتونه او د ښځو ضد کرغیړن دریځونه

د سیاسي اسلام واکمنتیا چې تل له استبداد او زورواکۍ سره مل ده، هغه اسلامي حکومتو ليده چې د تمدن، پرمختګ او د برابرۍ په وړاندې دریږي. د دې تئوکراتیکې واکمنتیا یو کرغیړن اړخ ښځځپنه ده. تئوکراتیک حاکمیتونه، ښځه یو مستقل انسان نه، بلکې د نارینه ملکیت او ابزار ګڼي. دا حاکمیتونه ښځه هغه توکي او متاع شمیري چې نارینه یې څښتن دی او څښتن حق لري په هره بیه دا توکي او متاع وپیري او د برخلیک په اړه یې پریکړه وکړي. د سیاسي اسلامپه حاکمیت کې، واکمناند دې تر څنګ چې د ټولو انسانانو حقونه او آزادۍ وژني او د عقایدو تفتیش یې ورځنۍ چاره وي، خو له ښځو سره لابیرحمانه او ستمګرانه چلند کوي. دا واکمنان نه یوازې ښځې له سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي ګډون بی برخه کوي، ان د هغوې تن،جامه،بوټان،غږ او خندا هم څاري.
د مارچ اتمه، د ښځو د مبارزې په ویاړ ټاکلی ورځ، په داسې حال کې رارسیږي چې د افغانستان ښځې د سیاسي اسلام د استبداد تر لاندې ځوروونکې او دردیدونکې ورځې تیروي. طالبان چې د اسلامي جمهوریت وروسته د واک پر ګدۍ ناست دي،د سیاسي اسلام د زورواکۍ او اېلونې هغه لړۍ ده چې بیلګې یې دمخه هم لیدل شوي دي.دا بیلګې په څرګنده ښکاره کوي چې سیاسي اسلام که سقویستي وي، که جهادي او که امارتي او ان «جمهوریتي»؛ له ښځو سره یې چلند ستمګرانه، بیرحمانه، غیر انساني، ارتجاعي او ابزاري وي.
په دې لیکنه کې له ښځو سره د سیاسي اسلام د درې کرغیړنو واکمنیو هغه دریځ او چلند ته ځغلنده کتنه کوو چې بوی یې بې حده ځوروونکی دی.دلته،پر میرمنو د دې تئوکراتیکو حاکمیتونو د هغه تیري، شکنجې، وژنې، ځورونې او بیوزلۍ یادونه نه کوو چې د دې ډول حاکمیتونو ورځنۍ چاره ده.
د خادم دین رسول الله اسلامي امارت: وروسته له هغه چې حبیب‌الله ککاني مشهور په خادم دین رسول‌الله په ۱۳۰۷ کال کې اماني نوې راټوکیدلی تمدن په شا وتمباوه او د اسلامي امارت خپسۍ یې پرخلکو او په تیره بیا پر میرمنو چې نوې یې د آزادۍ او پرمختګ په لور ګامونه ایښي وو، خپره کړه، داسې یو ناتار وزیږید چې لادوام لري. دا ناتار چې په لنډه ورته سقویزم ویلې شو، د داسې شاتګپالنۍ بنیاد یې کیښود چې د نورو بنسټپالو سقویستانو لخوا ورته دوام ورکړل شوی دی. د خادم دین رسول‌الله تئوکراتیک امارت که څه هم نهه میاشتنی و، خو ناوړه اغیزه یې دومره ژوره وه چې لا د دې بلا ډاروونکې او داړونکې منګولې زموږ پر پرګنو او په تیره بیا د میرمنو پر بدن ښخې دي. د دې اسلامي امارت یو لوی خیانت د ښځو د حقونو ځپل او له ټولنې شړل وو. خادم دین رسول‌الله په «حبیب‌الاسلام» کې د ښځو په اړه سفارشونه ورکړل چې«رفع حجاب که آزاد گذاشته شده بود لغو و بعوض مقرر گردید که هیچ زن بی محرم خود از خانه نبراید»، «مدرسه مستورات که دخترها از خانه‌های خود برآمده در آنجا سبق می‌خواندند موقوف شد»،«دیگر مدرسه‌ها که بچه‌های اهالی که شرعاً منزله دختر بالغه را دارند و در آن مکتب‌ها درس‌هائیکه از مفاد دینی و علم شرایع  و احکام قرانی بران‌ها مرتب نیست... اینهمه مکتب‌ها لغو شد.»هغه د پاچاهۍ په فرمان کې وویل چې «ترک ستر را که حکم کرده بود مسترد کردم»، «برآمدن زنان و دختران بالغه را بدون اجازه ولی شان و مکتب مستورات را متوقف کردم»، «فرستادن دخترها را که در خارجه نموده بود چون بدناموسی ملت بود جایز ندانستم و آنها را خواسته دیگر فرستادن را قطعاً ممنوع نمودم.»
د دې تر څنګ کومه اعلامیه چې  د ۱۳۴۷ د شعبان په ۶مه خادم دین رسول‌الله  چمتو او په هغه کې د امان‌الله خان د همکارانو لاسلیک واخیست په څرګند ډول د ښځو ضد بوین دریځ ښکاره کوي. په دې اعلامیه کې د نورو مواردو تر څنګ د ښځو له حقونو د امان‌الله خان ننګه او دفاع د «عادت کفار» او «ترک دین» و ګڼل شول:«اینکه به مضمون آیات قرآنی که مرد اجنبی از زن اجنبیه و زن از مرد بیگانه چشم خود را نگاه بدارد، این امر اعظمای خداوندی را گذاشته، بخلاف آن اعلان ترک ستر داد»، «اینکه خروج زن کبیره و بالغه را بدون اجازه زوجش و ضرورت شرعی مشارع جواز نداده، این امان‌الله همگی دخترها و زنها را بمکتب مقرر کرده، پرده ناموس ما مسلمانان را دریده که تا امروز مکتب اناثیه جاری بود»،«اینکه در هیچ ملت و مذهب اسلامی رواج نشده و نیست که دختران بالغه اسلامی را از دار اسلام کشیده، بدون محارم در بلاد کفر روانه کرده که تا خط و مناعت انگریزی را یاد بگیرند؛ از این کار قبیحه‌اش ما جمیع اهالی اسلامی مطعون همگی اهالی بلاد کفر  و اسلامیه شده بودیم، در هیچ زمان هیچ پادشاه چنان ظلم صریحه را نکرده و نخواهد کرد.» او په دې توګه خادم دین رسول‌الله د ښځو پرمختګ، پوهه او پیلیدونکی انساني ژوند وځپو او د ټولنې دا نیمايي ځواک یې له ټولنېز ژوند ورټو.
د مسعود - ربانی اسلامي دولت: جهادي اخوانیان چې د خادم دین رسول‌الله په پل روان دي، په ۱۳۴۹ کال کې د«جوانان مسلمان» تر نامه لاندې د ښځو په وړاندې عملي کرکه ښکاره کړه.دې اخوانیانو د میرمنو د جامو د بڼې او سینګار په وړاندې د میرمنو په پښو ډزې او ان په مخونو یې تیزاب وشیندل.جهادیان، په ټولیز ډول ښځې هغه وینځې ګڼي چې له ټولنې باید ورټل شي او د توکي او متاع په شان د نارینه په واک کې وي. جهادیانو، ښځې په شنیع ډول د جګړه‌ییزې وسلې په توګه وکارولې.په کابل کې د بیلابیلو ملیتونو پر میرمنو د تنظیمي ځناورو تیری او تجاوز په یاد لرو.
که جهادي خپرونو ته ځغلنده کتنه وکړو نو په روښانه توګه وینو چې اخوانیان او جهادیان ښځو ته د څاروي په سترګه ګوري. دوې ته ښځې نه یوازې دا چې د نارینه په شان د ټولنې، اقتصاد او سیاست یو محرک ځواک نه دی، بلکې هغه نانځکې دي چې دوې یې بشپړمالکان دي. همدا هم دی چې د ګلبدین حکمتیار «تنظیم اسلامي زنان افغانستان» د «نساء» د ۱۳۷۰ د سنبلې او میزان په ۱۳ او ۱۴ مسلسلې ګڼې کې لیکي چې«شکل حق انتخاب برای زن و یا حق عضویت زن در شورای اسلامی به این مفهوم نیست که گویا زنان نیز به مثل مردان حق کاندید شدن برای ریاست دولت را دارا می‌باشند چه کاندید شدن زن برای ریاست دولت بنابر نصوص شرعی حرام و محظور شمرده شده است»، «ستر عورت برای زنان معلوم شده. مانند جاهلیت به ناز و کرشمه از خانۀ خویش خارج شده نمی‌تواند، وقتی با مردان روبرو می‌شود باید چشمانش را پایین اندازد...»، «زن باید سیرت و مظهر اسلامی داشته باشد و به واجبات اسلام ملتزم و پیرو باشد تزکیه نفس داشته باشد و از اختلاط با مردان جداً پرهیز نماید و حجاب شرعی را کاملاً مراعات نماید.»
همدا ډول برهان الدین رباني په «ندای زنان مسلمان افغانستان» د ۱۳۷۰ کال د سلواغې ۵مه ګڼه کې د ښځو په اړه د ګلبدین په شان زهرجنې څرګندونې کوي:«ستر و حجاب است که مانع نفود وسوسه‌های شیطانی می‌گردد... حجاب کوری چشم شیطان است... زن بی‌حجاب شرف و عزتی ندارد و هم در نزد مردم خوار و حقیر می‌باشد و مورد تاخت و تاز نگاه‌های شهوانی و انتفاع جنسی چشمان انسانهای هوس‌باز می‌باشد نتیجه آن این می‌شود که شخصیت زن در زیر لگد هوس‌بازان خورد و نابود می‌شود و عصمت و عفت زن برباد رود...»، «تاریخ بشر اینرا ثابت کرده که بی‌حجابی سبب و علت معلولاتی اعمال قبیحه چون خلوت با زنان بیگانه، رقص و حرکات حیاسوز و زنا و بدکاری می‌گردد...»، «حضور زن بی‌حجاب مایه همه فسادهای اجتماعی و فردی می‌باشد که به فرد فرد جوامع بشری غیرقابل انکار است... و هم‌چنان از اجرا و لوازم حجاب به ناز و نخره راه نرفتن و نرم و نازک سخن نه‌گفتن زنان است و اگر زنان مرتکب این اعمال شوند دروازه‌های فساد بروی اجتماع باز می‌شود.»
نو کله چې دې بنسټپالانو په ۱۳۷۱ کال کې د مسعود- رباني امارت په بڼه په پلازمینه تکیه ووهله، ښځمنې په بیرحمانه توګه وربړولې او پر هغوې له هیڅ ډول بلوسنې ډډه ونکړه.پر میرمنو تیری وشو، سینې یې پرې شوې، د زیږون ننداره یې وشوه او د سوالګرۍ، بدلمنۍ او فقر کندو ته ګوزار شوې.که څه هم په لومړي کال کې د مسعود- رباني اسلامي دولت د ښځو په وړاندې کومه ښکاره پریکړه صادره نکړه، خو د تنظیمي ځناورو تر منځ جګړه او پر ښځو او پیغلو نجونو تیری او حاکم ډار، عملاً  ښځې په کورونو کې زنداني کړې وې. له دې سره سره، د جهادیانو اسلامي دولت د ښځو په هکله اندیښنه درلوده او همدا و چې د سترې محکمې د دارالافتا او مطالعاتو ریاست د ۱۳۷۲ کال د سنبلې په ۵مه د «افغانستان د اسلامي جهاد د قهرمانانو او قوماندانانو» په غوښتنه د «فتوای شرعی ستر و حجاب» تر نامه لاندې فتوا صادره کړه چې یوځل بیا یې د خادم دین رسول‌الله تاریخ لا په بوینه او کرغیړنه توګه راژوندی کړ. په دې فتوا که راغلي چې «ستر و حجاب زنان فرض است، منکر آن کافر و مرتکب آن فاسق و ارتکاب آن گناه کبیره است که به نصوص قطعی ثابت است.» د ستر او حجاب د توضیح لپاره د نورو ټکو تر څنګ د دې یادونه شوی چې:«لباس باید دارای زینت و رنگ‌های گوناگون نباشد که نظر مردم را به خود جلب کند و لباس باید معطر نباشد که توجه مردم را بخود جلب کند».
د مسعود - رباني اسلامي دولتد دې تر څنګ چې ټینګار کوي ښځو ته له تعلیم څخه موخه یوازې د دینې مسائلو زده‌کړه ده نوداسې فتوا یې صادر کړه: «کار زنان با مردان در دفاتر و شهرها و تعلیم و تعلم آنان در مکاتب عصری، خلاف مشروع و پیروی از غرب و نظام‌های لادینی بوده و شرعاً حرام قطعی است... از مسئولین دولت و حکومت جداً و اکیداً خواسته می‌شود که تمام احکام الهی خصوصاً ستر و حجاب را علی‌الفور عملی گردانند و زنها را از دفاتر بیرون رانده و مکاتب زنها را که در حقیقت مراکز زنا و فحشا است، مسدود نمایند و هم از رادیو تلویزیون ایشانرا بیرون کشیده تا برای ادعای ایشان بر تنفیذ احکام الهی مصداق پیدا کند.»
او په دې ډول د جهادیانو اسلامي دولتد خادم دین رسول‌الله له واکمنۍ نږدې ۶۵ کاله وروسته یوځل بیا د نجونو مکتبونه د فحشا او زنا مرکزونه وګڼل او څو کاله وروسته یې د سیاسي اسلام استبدادي واکمني، د طالبانو په نامه د خادم دین رسول‌الله نورو پیروانو ته وسپارله چې د همدوې پر لارو روان وو او لا دي.
د طالبانو اسلامي امارت: طالبان د جهادیانو په شان هغه فاشیستي ډله ده چې د سیاسي اسلام پر مټ واک چلوي. د طالبانو اسلامي امارت په لومړنۍ توتالیتره واکمنۍ کې د ښځو په وړاندې هغه دریځ ونیو چې جهادي مرشدانو یې نیولی و. دوې د خپل مرشدانو په څیر ښځېانسانانې نه بلکې د شهوت وسیله ګڼله او د برهان‌الدین رباني په شان یې د ښځو د بوټانو غږ تحریکوونکی ګڼو.د طالبانو امیرالمومنین ملاعمر په خپله لومړنۍمرکه کې چې د ۱۹۹۷ کال د فبرورۍ په اتمه په «لوموند» کې خپره شوه، وویل چې ښځې ضعیفې دي او که چیرې له کوره ووځي نو د نارینه د عیاشۍ سبب کیږي. نو د برقع اغوستل د ښځو لپاره حتمي دي چې نارینه یې څیره ونه ګوري او په عمر یې پوه نشي. ښځې د دې په ځای چې د لویدیځ مخ لوڅو ښځو په غمجن برخلیک اخته او په رنګینو نانځکو او جنسي بازیچو بدلې شي، کولای شي په کور کې او د برقع لاندې خپل معنوي منابعو ته انکشاف ورکړي.
د ملاعمر همدا ذهنیت او باور د ۱۹۹۷ کال د اکتوبر په لومړیو کې د فرمانونو په توګه د راډیو شریعت له طریقه خپور شوی چې د نورو مواردو تر څنګ یې دا موارد هم ابلاغ کړل چېښځې د کار او تحصیل حق نلري. ښځې بی له محرمه په بازارونو کې د پیریدلو لپاره د ګرځیدو حق نلري. د هټیو مالکان حق نلري هغو ښځو باندې سودا وپلوري چې یوازې راغلې وي. ښځې د سپین رنګه پرتوګ د اغوستلو اجازه نلري او د جګو پوندو بوټان هم پر پښو کولی نشي ځکه چې د ښځو د بوټانو غږ نارینه تحریکوي. د کورونو شیشې باید تورې شي چې ښځې د کورونو له منځه په کوڅو کې لارویان ونشي کتلی او د موټرو شا شیشې هم باید لیرې شي چې ډریور شاته ناستې ښځې ونه ګوري، هیڅ ډریور حق نلري چې داسې ښځه چې مخ یې پټ نه وي او تحریکوونکي جامې اغوستې وي، په موټر کې سپرې کړي.
۲۴ کاله وروسته لا هم  له ښځو سره د طالبانو اسلامي امارت دښمني او عداوت ادامه لري. اوس چې د طالبانو اسلامي امارت بیا واکمن شوی دی، ښځې یې له تعلیم او تحصیل محرومې کړي،کار ته یې نه پریږدي او بېمحرمه سفر نشي کولای، د حجاب او ستر تر نامه لاندې له ټولنې، سیاست، اقتصاد او فرهنګ شړل شوې دي او په بیلابیلو ډولونو ربړول کیږي.د طالبانو چارواکي باور لري چې د ښځې حجاب او ستر د خربوزې په شان دی که ښځه حجاب ونلري نو یوه چاک شوې خربوزه ده چې هیڅوک هم چاک شوې خربوزه نه خوښوي. دوې ښځه له چاکلیټ سره پرتله کوي او وايي «اگر بدون محرم براییم مثل چاکلیت بی‌پوش می‌شویم و وقتی که چاکلیت بی‌پوش شدیم و به بازار برویم مگس و پشه و هر چه بالای ما می‌نشیند». دوې د برهان‌الدین رباني په شان چې د «ندای زنان مسلمان افغانستان» د ۱۳۷۱ کال د حمل د ۱۰مې نیټې په څلورمه ګڼه کې لیکلی «هر آن زنیکه خوشبوئی و عطر بزند و سپس بر قومی مرور کند که بوی آن عطر را دریابند آن زن زانیه است و هر چشم زناکننده است»، «می توان گفت که بوت‌های کوری بلند زاغ نول در وقت رفتار صدای تک تک آن برمی‌آید و امکان آن نیز نیست که صدای آن بلند نشود و با پا کردن همچو بوت‌ها حرکت و رفتار عادی نیز تغییر می‌خورد.عضلات ساق‌ها رانها بلند و بحرکت غیر عادی مبدل می‌گردد، بناً در بیرون خانه از همچو بوتها خودداری شود.» او همدا ډول د یادې مجلې د ۱۳۷۰ کال د سلواغې۵مه په دویمه او دریمه ګڼه کې لیکي «زنانی اگر موهای خویش را خینه و رنگ میزنند. پلک ها و مژگان و ابروی شانرا چنگ می کنند. بالای رواق چشمان خود رنگ نیل میزنند، سرخی و سفیده را بر رخسارهای شان می‌مالند، این چنین آرایش باجازه شوهران شان جایز میباشد. مگر متوجه بوده باشند که با همچو آرایش و زیب و زینت از خانه بیرون جایز نبوده»؛ نن د هغه طالب شاګردان هم ورته کرکجنې څرګندونې کوي. یو له دوې د طلوع تلویزیون سره په ګردي میز کې وايي چې «خاص شرطونه چې هغه یوازې د زنانه‌و لپاره وضعه شوي دا دي چې جامې باید لنډې نه وي، نازکې نه وي، چسپې نه وي، رنګ یې جذاب نه وي، دویم شرط دا دی چې زنانه باید عطرآګین نه وي، له کوره چې وځي خوشبوداره نه وي، دریم دا چې بوټان یې آواز ونکړي دا بوټ چې آواز کوي دا څه مانا لري، دا د ځوانانو لپاره یو اعلان دی چې ای ځوانه ای خوابرده ما آرایش کرده‌ګی از خانه بیرون شده‌ایم شما خوابرده هستید و طرف ما نمی‌بینید»!
دا د ښځو په وړاندې د سیاسي اسلام هغه دریځ دی چې لږ تر لږه د ۱۳۰۷ کال راپدیخوا مو په کراتو لیدلی دی. په دې موده کې وینو چېاسلامي بنسټپالان د ټولو لومړی او زیات د ښځو د حقونو او پرمختګونو او په ځان بساینې دښمنان دي، خو بدبختانه یو شمیر میرمنې سره د دې، د ژبې او توکم په بنا له خپلو قومي بنسټپالانو دفاع کوي او دا دفاع په حقیقت کې د بندګۍ د ځنځیرونو د تداوم په مانا ده.که ذکر شوي درې اسلامي امارتونو ته پام وکړو نو جوته کیږي چې ټول اسلامي امارتونه د ښځو په وړاندې یو ډول کرغیړن دریځ او چلند لري. نو د افغانستان ستمځپلو ښځو ته په کار ده چې د اسلامي بنسټپالۍ جغ له خپلو اوږو لیرې او د ښځو په یو دموکرات او سکیولار غورځنګ کې د برابرۍ لپاره مبارزه وکړي. اسلامي بنسټپالۍ هیڅ چا ته په تیره بیا ښځو ته هوساینه او رفاه نشي ورکولای!